د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د پيسكو هېډكوارټرز پېښور دوره

پیښور 14 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د پیښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ(پيسكو)ته هدايت كړے چې د لوډشېډنګ دورانيه كمه كړئ او د برېښنا صارفينو ته رېليف وركړئ ۔د خالي په ورځ انجينئر امير مقام د پيسكو هېډكوارټرز پېښور دوره وكړه۔په دې موقع هغه ته د پيسكو چارواكو د برېښنا ترسيل٬تقسيم٬لائن لاسز٬د واجبات وصولۍ او د نورو چارو په اړه …

پیښور 14 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د پیښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ(پيسكو)ته هدايت كړے چې د لوډشېډنګ دورانيه كمه كړئ او د برېښنا صارفينو ته رېليف وركړئ ۔د خالي په ورځ انجينئر امير مقام د پيسكو هېډكوارټرز پېښور دوره وكړه۔په دې موقع هغه ته د پيسكو چارواكو د برېښنا ترسيل٬تقسيم٬لائن لاسز٬د واجبات وصولۍ او د نورو چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔انجينئر امير مقام هدايت وكړو چې صارفينو ته دې زيات رېليف وركړے شي او د لوډشېډنګ دورانيه دې كمه كړی شي۔ده د برېښنا غلا مخ نيوي٬ د واجبات وصولۍ او لائن لاسز كښې د كمي لپاره هم د خاص اقدامات كولو هدايت وكړو او وئېلې يې دي چې په دې اړه ټولو سركلز افسرانو ته خاص ټاسك وركړئ