پېښور 12 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي خېبر پښتونخوا صوبائي صدر نجم الدين خان وئيلي دي سينئر قانون دان محمد معظم بټ د هائي کورټ بار ټاكنو كښې د پيپلزلائرز فورم صدارتي كانديد دے، د پاکستان پيپلز پارټي مرکزي او صوبائي قيادت په متفقه توګه محمد معظم بټ خپل اميدوار نامزد کړے، هغه ته د پيپلز پارټي بشپړ ملاتړ ترلاسه دے او په ټاكنو كښې به د …
د پېښور هائيکورټ بار ټاكني، د معظم بټ کاميابي د روښانه سباؤن لپاره ضروري ده ،نجم الدين
پېښور 12 مئي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي خېبر پښتونخوا صوبائي صدر نجم الدين خان وئيلي دي سينئر قانون دان محمد معظم بټ د هائي کورټ بار ټاكنو كښې د پيپلزلائرز فورم صدارتي كانديد دے، د پاکستان پيپلز پارټي مرکزي او صوبائي قيادت په متفقه توګه محمد معظم بټ خپل اميدوار نامزد کړے، هغه ته د پيپلز پارټي بشپړ ملاتړ ترلاسه دے او په ټاكنو كښې به د هغه سره اوږه په اوږه ولاړ وي،صوبائي صدر نجم الدين خان ټوله صوبه كښې د پيپلزلائرز فورم لارښودو او وكيلانو په نامه پيغام كښې وئيلي دي د محمد معظم بټ د هائي کورټ بار ټاكنو كښې کاميابولو له پخپلو او خپلو ضلعو كښې هلې ځلې وكړئ ، د محمد معظم بټ کاميابي د پيپلز پارټۍ بقا او ښه سباؤن لپاره ضروري ده












