ګلګت 12مئي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد د سکارکوئي او کنوداس مشرانو سره خبرو اترو كښې وئيلي دي حکومت د كوم امتياز نه غير اولسي مسئلو حل كولو له ټول وسائل كاروي، د سکارکوئي ستري لارې پراختيا او ميټلنګ لپاره روپۍ بيلي كړې شوي ٬ په دې پروژه به ډير زر كار پيل كړے شي، ده ووئېل په سکارکوئي كښې به بوائز او ګرلز پرائمري سکول …
حکومت د كوم امتياز نه غير اولسي مسئلو حل كولو له ټول وسائل كاروي، خالد خورشيد
ګلګت 12مئي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد د سکارکوئي او کنوداس مشرانو سره خبرو اترو كښې وئيلي دي حکومت د كوم امتياز نه غير اولسي مسئلو حل كولو له ټول وسائل كاروي، د سکارکوئي ستري لارې پراختيا او ميټلنګ لپاره روپۍ بيلي كړې شوي ٬ په دې پروژه به ډير زر كار پيل كړے شي، ده ووئېل په سکارکوئي كښې به بوائز او ګرلز پرائمري سکول جوړولې شي۔ موجوده سکول به اپ ګريډ کولې شي۔ سکارکوئي كښې موجود ډسپنسري به فعالولې شي۔ د ګلګت وزير اعليٰ خالد خورشيد ووئيل د روغتيا څانګه كښې چې كوم اصلاحات موجوده حکومت په لږ وخت كښې كړي هغه مثال نه لري۔ ده ووئېل راروانو دوو كلونو كښې به د صحت په څانګه كښې د اقدامات په وجه اولس حقيقي بدلون اوويني۔ده ووئيل د اولس بنيادي مسئلې حل کول او تعمير او پرمختګ زمونږ په پالېسي ده












