افغانستان به د لوئيديزو طاقتونو ترمينځه د شخړې مركز نه ګرځي٬ خارجه وزير

کابل۔10مئی (اے پی پی) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې افغانستان به د لوئيديزو طاقتونو ترمينځه د شخړې مركز نه ګرځي۔ د افغان ميډيا له مخې هغه اولسي نمائندګانو سره د ملاقات په مهال يو وارې بيا دا خبره تكرار كړه چې د افغانستان خاوره به د كوم هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔ ده د نوي افغان حكومت په اړه د نړيوالې ورورولۍ ټكونو حوالې …

کابل۔10مئی (اے پی پی) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې افغانستان به د لوئيديزو طاقتونو ترمينځه د شخړې مركز نه ګرځي۔ د افغان ميډيا له مخې هغه اولسي نمائندګانو سره د ملاقات په مهال يو وارې بيا دا خبره تكرار كړه چې د افغانستان خاوره به د كوم هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔ ده د نوي افغان حكومت په اړه د نړيوالې ورورولۍ ټكونو حوالې سره ووئيل د افغانستان اوسنې حكومت اولنې ټولشموله حكومت دې كه د پخواني ولسمشر اشرف غني حكومت ټولشموله وې نو هغه به په ځائې پاتې شوې وو۔ ده په دې خبره اندېښنه ښكاره كړه چې دلته ځينې ډلې په اولسي ځايونو لكه جوماتونو ٬ مذهبي ځايونو او سكولونو بريدونه كولو سره د افغان قبيلو ترمينځه د تاؤ تريخوالي زياتولو هڅه كوي چې ورسره د افغان اولس ترمينځه اختلاف رامخې ته كول غواړي خو دوئي به خپلو ارادو كښې كامياب نه شي۔ ده په افغانستان په لګولې شويو اقتصادي بندېزونو ټكونه كولو سره ووئيل د اقتصادي چېلنجونو باوجود سركاري ملازمينو ته تنخاګانې وركړې شوې دي۔

مزید خبریں