کوېت سټي 10 مئي (اے پي پي) د کوېت امير شيې نواف الاحمد الجابر الصباح د حکومت استعفی منظور كړې ده۔ د نهې په ورځ د كوېت خبر رسنې ادارې "کُونا" له مخې د امير د يوې حكمنامې له مخې د حكومت استعفۍ قبولولو سره حکومت ته د لنډمهاله حكومت په حېث د كار كولو امر شوې دې۔ تېره مياشت وزيراعظم شيخ صباح الخالد حمد الصباح د خپل حكومت استعفی …
د کوېت حکومت استعفی منظور كړې شوه، د كوېت امير حكومت ته د نګران په حېث د كار كولو امر

مزید خبریں
کوېت سټي 10 مئي (اے پي پي) د کوېت امير شيې نواف الاحمد الجابر الصباح د حکومت استعفی منظور كړې ده۔ د نهې په ورځ د كوېت خبر رسنې ادارې “کُونا” له مخې د امير د يوې حكمنامې له مخې د حكومت استعفۍ قبولولو سره حکومت ته د لنډمهاله حكومت په حېث د كار كولو امر شوې دې۔ تېره مياشت وزيراعظم شيخ صباح الخالد حمد الصباح د خپل حكومت استعفی وړاندې كړې وه كومه چې د ټاكلي حكومت په تېرو دوه نيمو كالو كښې څلورمه استعفی ده٬ حکومت د استعفی سبب نه دې ښودلې۔ د يادونې وړ ده چې د كال 1985 څخه د كوېت 11 حكومتونو استعفی وركړې او 16 وزيران 128 پارلماني سېشن كښې د پوښتنو نه پس خپلو ذمه وارو څخه فارغ كړې شوي دي









