لاهور 09 مئي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰی حمزه شهباز سره د پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ وفاقي وزير احسن اقبال ليدلي دي٬ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو او سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال په خپلو خبرو كښې ووئيل د حمزه شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی جوړیدل خوشبينه ده٬د اولس مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل شي۔دغسې په دې …
د پنجاب وزيراعلٰی حمزه شهباز سره وفاقي وزير احسن اقبال وليدل
لاهور 09 مئي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰی حمزه شهباز سره د پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ وفاقي وزير احسن اقبال ليدلي دي٬ په دې مهال د شريكې خوښې په چارو او سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال په خپلو خبرو كښې ووئيل د حمزه شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی جوړیدل خوشبينه ده٬د اولس مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل شي۔دغسې په دې مهال حمزه شهباز په خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس مسئلو حل كولو له راغلے يم او دا به حل كوو٬اولس په مشكل كښې نه شم ليدلے۔حمزه شهباز ووئيل د عمران نيازي په صورت په هېواد كښې يوه فتنه مسلط وه د كومې په تللو چې اوس اولس خوشحاله دے۔ دغسې وفاقي وزير حمزه شهباز ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او وزيراعلٰی د احسن اقبال مننه وكړه۔












