پېښور ۔4 مئی(اے پی پی) د رېسکیو1122 په صوبائي هېډكوارټر كښې د فائر فائټرز نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ په دې موقعه ډائرېکټر جنرل رېسکیو1122 ډاکټر خطیر احمد د ریسکیو1122 په شمول ټولو فائټرز ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د غوره پېشه ورې كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو اهلكارو ته ئې نقد او تعريفي سندونه وركړل۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ډاكټر خطير احمد ووئيل فائر فائټرز په ګرده نړۍ …
ېښور ٬ د رېسكيو 1122 صوبائي هېډكوارټر كښې د فائر فائټرز نړيواله ورځ ولمانځې شوه

مزید خبریں
پېښور ۔4 مئی(اے پی پی) د رېسکیو1122 په صوبائي هېډكوارټر كښې د فائر فائټرز نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ په دې موقعه ډائرېکټر جنرل رېسکیو1122 ډاکټر خطیر احمد د ریسکیو1122 په شمول ټولو فائټرز ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د غوره پېشه ورې كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو اهلكارو ته ئې نقد او تعريفي سندونه وركړل۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ډاكټر خطير احمد ووئيل فائر فائټرز په ګرده نړۍ كښې اتلان ګڼلې شي۔ ده ووئيل د اور لګېدو په مهال ټول پښې وباسي تښتي او دا اهلكار د اور پلو منډې وهي۔ ده ووئيل ریسکیو1122 په اور قابو موندلو له نوي ګاډي او آلات لري۔ ده ووئيل ریسکیو1122 تر دې دمه 23 زره نه زياتو پېښو كښې خذمات ترسره كړي دي۔ ده ووئيل د ریسکیو1122 په وخت كارروائي كولو سره بلها قيمتي ځانونه بچ كړې شوي او د اربونو روپو ماليت زيان مخنيوې شوې دې









