پیښور 30 اپرېل (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټي مركز صدر اسفنديار ولي خان وئېلي دي د پاكستان سياست د عدم برداشت ښكار شوے٬بايد د احترام رشته پرې نه ښودلې شي او سياست په سياست پاتې شي۔د دې څخه د ذاتيات جنګ جوړ نه شي ٬ په دې كښې د ټولو ښېګړه ده۔د هېواد په سياسي صورتحال په خپلو خبرو كښې ده ووئيل هېواد د كورنيو او بهرنيو مسئلو سره …
د آئين او پارليمان برلاسے د ټولو مسئلو يوازنے حل دے٬د آئيني بحران سره به د هېواد مسئلې زياتې شي۔اسفنديار ولي خان

مزید خبریں
پیښور 30 اپرېل (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټي مركز صدر اسفنديار ولي خان وئېلي دي د پاكستان سياست د عدم برداشت ښكار شوے٬بايد د احترام رشته پرې نه ښودلې شي او سياست په سياست پاتې شي۔د دې څخه د ذاتيات جنګ جوړ نه شي ٬ په دې كښې د ټولو ښېګړه ده۔د هېواد په سياسي صورتحال په خپلو خبرو كښې ده ووئيل هېواد د كورنيو او بهرنيو مسئلو سره مخ دے٬د اړي ګړي خپرولو هڅه به ناكامه كول وي٬ د آئين او پارليمان برلاسے د ټولو مسئلو يوازنے حل دے٬د آئيني بحران سره به د هېواد مسئلې زياتې شي٬ ده ووئېل كه د آئين احترام نه كېږي نو د هېواد د بقاﺀ مسئله راجوړېدې شي۔ده ووئيل بايد اولسي مسئلې معلومي كړی شي٬اولس د ناامنۍ او بې روزګارۍ سره مخ دے۔په هېواد كښې روانه ناامنۍ قابو كولو لپاره نېشنل ايكشن پلان يوازنۍ لار ده۔ده په دې خبره تشويش څرګند كړو چې د ترهه ګرۍ زياتې شوې پېښې به په سنجيدګۍ سره اخستل وي٬داسې نه چې مونږ د سختو نتيجو سره مخ شو۔









