كوئټه 22 اپرېل (اے پي پي)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير او د جے يو آئي بلوچستان امير مولانا عبدالواسع د وزارت سوګند پورته كولو نه پس د جمعې په ورځ په وړومبي ځل كوئټې ته ورسېد۔د كوئټې په هوائي مېدان د جے يو آئي لارښودو او كاركنانو د وفاقي وزير هركلے وكړو او هغه ته يې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔د دې نه پس د لاريون په شكل كښې …
تېر حكومت بلوچستان نظرانداز كړے٬موجوده حكومت بلوچستان له د نورو صوبو برابر او يو ډول پرمختګ په موقعو وركولو باور لري۔مولانا عبدالواسع

مزید خبریں
كوئټه 22 اپرېل (اے پي پي)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير او د جے يو آئي بلوچستان امير مولانا عبدالواسع د وزارت سوګند پورته كولو نه پس د جمعې په ورځ په وړومبي ځل كوئټې ته ورسېد۔د كوئټې په هوائي مېدان د جے يو آئي لارښودو او كاركنانو د وفاقي وزير هركلے وكړو او هغه ته يې د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔د دې نه پس د لاريون په شكل كښې د هغه كور ته لاړل۔وفاقي وزير د ګوند كاركنانو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان معاشي او سياسي مسئلو مسئلو حل له به د ټول اتحادي ګوندونو سره په ګډه اقدامات كوي۔ده ووئيل تېر حكومت بلوچستان نظرانداز كړے٬موجوده حكومت بلوچستان له د نورو صوبو برابر او يو ډول پرمختګ په موقعو وركولو باور لري۔










