پیښور٬كه تجارت وده ومومي نو پاكستان او افغانستان كښې به سياسي روابط هم قوي شي۔ افغان كونسل جنرل حافظ محب الله

پېښور 20 اپرېل(اے پی پی)په پېښور كښې افغان كونسل جنرل حافظ محب الله وئېلي دي تجارت پيغمبري پېشه ده ځكه د دې د زړه نه عزت او قدر كوو٬د اسلامي اقدارو تر مخه به د نړۍ سره چلېږو٬پاكستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دے٬مونږ غواړو چې د دواړو هېوادونو كښې سياسي او معاشي روابط مضبوط وي دغسې چې كاروبار ترقي وكړي او د دواړو خوا اولسونه امن او پرمختګ ولريي۔د فېډرېشن …

پېښور 20 اپرېل(اے پی پی)په پېښور كښې افغان كونسل جنرل حافظ محب الله وئېلي دي تجارت پيغمبري پېشه ده ځكه د دې د زړه نه عزت او قدر كوو٬د اسلامي اقدارو تر مخه به د نړۍ سره چلېږو٬پاكستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دے٬مونږ غواړو چې د دواړو هېوادونو كښې سياسي او معاشي روابط مضبوط وي دغسې چې كاروبار ترقي وكړي او د دواړو خوا اولسونه امن او پرمختګ ولريي۔د فېډرېشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي د افغان كونسل جنرل خيالاتو سره اتفاق كولو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه ولاړ تكنيكي خنډان لرې كولو لپاره د پلاويو په تګ راتګ او په خبرو اترو زور راوړو دغسې چې د حكومتونو د پولې لخوا تجارت پېل كولو ته قائل كولو له مرسته ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ د افغان كونسل جنرل حافظ محب الله سره د ملاقات په مهال شوې۔اېف پي سي سي آئي پلاوي كښې ريجنل كوآرډينيټر سرتاج احمد خان٬پخوانې صوبائي نائب صدر عدنان جليل او د مهمند چيمبر آف كامرس صدر سجاد علي خان ګډون كولو ٬ په دې موقع د كمرشل اتاشي واحد الله همت او ډپټي كمرشل اتاشي حامد الله فضل خيل هم موجود وو

مزید خبریں