لاهور 16اپرېل(اے پی پی)په پنجاب اسمبلۍ كښې د غټی هله ګولې نه پس او د يرې په فضاﺀ كښې د لاهور هائيكورټ احكماتو په رڼا كښې د پنجاب وزيراعلٰی ټاكنې تر سره شوې ٬د متحده اپوزېشن كانديد حمزه شهباز شريف 197 رائے ترلاسه كولو سره قائد ايوان منتخب كړے شو٬د پي ټي آئي او(ق)ليګ غړو د ټاكنو د عمل بائيكاټ وكړو او د ايون څخه بهر اووتل٬ تفصيلات له مخې …
د پنجاب اسمبلۍ غونډه٬ حمزه شهباز شريف 197 رائے ترلاسه كولو سره د پنجاب وزيراعلٰی وټاكلے شو

مزید خبریں
لاهور 16اپرېل(اے پی پی)په پنجاب اسمبلۍ كښې د غټی هله ګولې نه پس او د يرې په فضاﺀ كښې د لاهور هائيكورټ احكماتو په رڼا كښې د پنجاب وزيراعلٰی ټاكنې تر سره شوې ٬د متحده اپوزېشن كانديد حمزه شهباز شريف 197 رائے ترلاسه كولو سره قائد ايوان منتخب كړے شو٬د پي ټي آئي او(ق)ليګ غړو د ټاكنو د عمل بائيكاټ وكړو او د ايون څخه بهر اووتل٬ تفصيلات له مخې د پنجاب وزير اعلٰی ټاكنې لپاره غونډه د خپل وخت 11 نيمو بجو نه يو ساعت پس پیل شوه٬ د تلاوت څخه وړاندې د پي ټي آئي او (ق)ليګ غړو په ډپټي سپيكر سردار دوست محمد مزاري بريد وكړو او په ايوان كښې ئې هله ګوله پېل كړه ٬ د دغې په سبب د اسمبلۍ سېكورټي عملې ډپټي سپيكر چيمبر ته بېرته بوتلو٬په دې مهال د پي ټي آئي او(ق)ليګ غړو د ډپټي سپيكر په ډائس قبضه وكړه٬د پوليس لخوا د ايوان دننه آپرېشن كولو سره ماحول خرابوونكي څلور غړي ونيولے شول او د ډپټي سپيكر ډائس وړاندې حفاظتي حصار ئې قائم كړو ٬ دغسې تر پنځو ساعتو اوږدې دمې نه پس ډپټي سپيكر بيا ايوان ته راغلو٬په دې مهال د پي ټي آئي غړو د سپيكر ډائس قبضه ختمه نه كړه چې په سبب يې ډپټي سپيكر آفېشل ګيلرۍ كښې په ولاړه د ميګا فون د لارې د وزيراعلٰی د ټاكنې اعلان وكړو۔ډپټي سپيكر دوست مزاري د پنځو دقيقو حكم وركولو نه پس خپل چيمبر ته لاړو او پنځه دقيقې پس بيرته راتللو سره د دغې ځاې څخه ئې د غونډې كاروائي پېل كړه او د ايوان ټولې دروازې بندې كړې شوې ٬خو په دې مهال د پي ټي آئي او (ق)ليګ غړي په بائيكاټ كولو بهر لاړل٬د ووټ وركولو پړاؤ پېل شو او متحده اپوزېشن٬جهانګير ترين٬عليم خان ډلې او اسد كهوكهر ډلو په ووټونو كښې برخه واخسته ٬ د ټولو غړو د اندراج نه پس ډپټي سپيكر د لسټ د لارې د نتيجې اعلان وكړو او وې وئېل چې پروېز الهي يو رائے هم ترلاسه نه كړې شوه او حمزه شهباز 197 رائے ترلاسه كړي ۔ډپټي سپيكر دوست محمد مزاري د ووټنګ عمل بشپړېدو نه پس ايوان ته ووئيل نن جمهوريت كاميابي ترلاسه كړه٬تاسو مثبت كردار ترسره كړو ٬ده ووئيل په ايوان كښې چې كوم حالات وو په دغې كښې د سېكورټي نه بغېر ټاكنې كول ناممكن وې او زه د پنجاب پوليس مننه كوم چا چې په غونډه كولو كښې زما مرسته وكړه ۔










