کراچۍ 15 اپریل (اے پي پي) د نوموړي سماجی کارکن عبدالستار ایدھي کونډه بلقیس ایدھی د جمعې په ورځ ځائې روغتون كښې په حق رسيدلې ده۔د بلقیس ایدھي عمر 74 كاله ؤ ٬ هغه د تيرو څو ورځو راهسې په يو نجي روغتون كښې داخل وه۔ د ایدھي فاؤنډېشن وياند له مخې ارواښاده د زړه رنز پشمول په نورو ګڼو رنځونو اخته وه۔د بلقیس ایدھي د جنازې مونځ او خاورو …
نوموړې سماجي شخصیت بلقیس ایدھی په حق ورسيده،د جنازې اعلان به بيا كولې شي

مزید خبریں
کراچۍ 15 اپریل (اے پي پي) د نوموړي سماجی کارکن عبدالستار ایدھي کونډه بلقیس ایدھی د جمعې په ورځ ځائې روغتون كښې په حق رسيدلې ده۔د بلقیس ایدھي عمر 74 كاله ؤ ٬ هغه د تيرو څو ورځو راهسې په يو نجي روغتون كښې داخل وه۔ د ایدھي فاؤنډېشن وياند له مخې ارواښاده د زړه رنز پشمول په نورو ګڼو رنځونو اخته وه۔د بلقیس ایدھي د جنازې مونځ او خاورو ته د سپارلو اعلان به بيا كولې شي۔ د پاکستان تر ټولو لوئ سماجی تنظیم مشر عبدالستار ایدھی د مرګ نه پس بلقیس ایدھي د فاؤنډېشن چیئرپرسن وه او په فلاحي كارونو كښې ئې په زړه پورې برخه اخسته۔ هغه په 14 اګست 1947 ء د هند ګجرات ریاست بانټوا ښار كښې زيږدلې وه او بيا د كورنۍ سره کراچۍ ته راغلې وه ۔عبدالستار ایدھی سره ئې واده په 1966 كښې شوے ؤ ۔دغسې د پاكستان حکومت هغې ته په ښه سماجي خذمات هلال امتیاز وركړے ؤ ، هغې ته د روس حكومت د اړخه لینن پیس پرائز هم وركړے شوے ؤ ۔










