كه سپيكر غېر آئيني ګام پورته كړي نو عدالت د آئيني دائره اختيار دننه دې ته بيا كتنه كولې شي٬ لاهور هائي كورټ د وزيراعلی ټاكنې او د دوهم سپيكر د اختياراتو بحالۍ له بشپړه پرېكړه جاري كړه

لاهور۔15اپرېل(اے پی پی) لاهور هائيكورټ د وزير اعلی ټاكنو له او د ډپټي سپيكر اختياراتو بحالۍ له بشپړه پرېكړه جاري كولو سره وئيلي دي كه سپيكر كوم غېر آئيني ګام پورته كړي نو د آئيني دائره اختيار دننه عدالت دې ته بيا كتنه كولې شي۔ چيف جسټس لاهور هائي كورټ امير بھټي په دې لړ كښې په 31 صفحاتو مشتمل تحريري پرېكړه جاري كړه۔ په دې پرېكړه كښې چیف جسټس …

لاهور۔15اپرېل(اے پی پی) لاهور هائيكورټ د وزير اعلی ټاكنو له او د ډپټي سپيكر اختياراتو بحالۍ له بشپړه پرېكړه جاري كولو سره وئيلي دي كه سپيكر كوم غېر آئيني ګام پورته كړي نو د آئيني دائره اختيار دننه عدالت دې ته بيا كتنه كولې شي۔ چيف جسټس لاهور هائي كورټ امير بھټي په دې لړ كښې په 31 صفحاتو مشتمل تحريري پرېكړه جاري كړه۔ په دې پرېكړه كښې چیف جسټس لاهور هائیکورټ دا وئيلي چې د آئین آرټیکل 69 د سپیکر داسې كوم رولنګ ته تحفظ نه وركوي كوم چې د اختيارات په ناوړه توګه كارولو سره وركړې شوې وي او سپريم كورټ هم د قومي اسمبلۍ د ډپټي سپيكر د اختياراتو نه د تجاوز كولو ګام كالعدم ګرځولې دې۔ په پرېكړه كښې دا خبره باوري كړې شوې ده چې چوهدري پروېز الهي د وزارت اعلی منصب لپاره د كانديد كېدو له امله د سپيكر اختيارات نه شي كارولې۔ چیف جسټس لاهور هائیکورټ په ډاګه كړه چې تر 6 اپرېل د غونډې ځنډول او بيا د كوم مقصد ترلاسه كولو نه غېر دا تر 16 اپرېل ځنډول آئيني خلاف ورزي وه خو د وخت د كمي د لاسه مناسب نه ګڼم چې د اسمبلۍ غونډې دې زر تر زره راوبللې شي۔ عدالت په پرېكړه كښې ووئيل د اسمبلۍ د سېكتر خپل كردار نه ترسره كول د افسوس وړ دي۔

مزید خبریں