په پاکستان کښې حکومت نسکورولو لپاره د امریکا د سازش تورونه هېڅ حقيقت نه لري٬ د امريكائي خارجه څانګې وياند

واشنګټن۔15اپرېل(اے پی پی) امریکا يو وارې بيا وئيلې دي په پاکستان کښې د عمران خان حکومت نسکورولو لپاره د امریکا د سازش تورونه هېڅ حقيقت نه لري او امريكائي حكومت په دې اړه د پاك پوځ وياند اوسني بيان سره متفق ده په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې د قومي سلامتيا اعلاميه كښې د كوم سازش ذكر نه دې شوې خو دا ذكر شته چې غېر سفارتي ژبه …

واشنګټن۔15اپرېل(اے پی پی) امریکا يو وارې بيا وئيلې دي په پاکستان کښې د عمران خان حکومت نسکورولو لپاره د امریکا د سازش تورونه هېڅ حقيقت نه لري او امريكائي حكومت په دې اړه د پاك پوځ وياند اوسني بيان سره متفق ده په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې د قومي سلامتيا اعلاميه كښې د كوم سازش ذكر نه دې شوې خو دا ذكر شته چې غېر سفارتي ژبه كارولې شوې ده۔ د المان خپرونې ادارې ډي ډبليو له مخې د امريكا خارجه څانګې وياند نېډ پرائس د معمول خبري كنفرنس كښې د پاك پوځ د وياند پرېس بريفنګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ هغه سره اتفاق كوؤ۔ كله چې نېډ پرائس ته ووئيلې شؤ چې د پاكستان پخوانې وزيراعظم په خپله دعوی ولاړ دې او اوس هم په امريكا تور لګوي نو هغه ووئيل په دې اړه زمونږ پېغام ښكاره دې ، دا تورونه هېڅ حقيقت نه لري۔ مونږ د آئيني او جمهوري اقدارو په كومو كښې چې بشري حقونه هم شامل دي سولييزې ساتنې ملاتر كوؤ۔ ده يو وارې بيا په دې خبره زور راوړو چې مونږ پاکستان يا د نړۍ په كوم بل هېواد كښې چرته هم يو سياسي ګوند ته په بل ترجيح نه وركوؤ۔ د امريكائي خارجه وزير وياند وېنا وه چې امريكا به د پاكستان امن او سوكالۍ ته وده وركولو له د پاكستان حكومت سره په ګډه كار كوي۔ نېډ پرائس ووئيل د امريكا او پاكستان ترمينځه اړيكې د تېرو 75 كالو راهېسې مهمې پاتې شوې دي او واشنګټن اسلام آباد سره په ګډه پاكستان او منطقې لپاره كارولو له چمتو دے۔ ده ووئيل پاكستان سره اړيكو كښې د خوښي لرلو له مخې امريكا نوي ټاكلي شوي وزيراعظم شهباز شريف ته د نوي حكومت جوړولو نه وروستو د مباركۍ پېغام ولېږلو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاك پوځ وياند مېجر جنرال بابر افتخار د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وئيلي وو چې د قومي سلامتيا كمېټۍ په اعلاميه كښې د سازش ذكر نشته لېكن دا ذكر شته چې د امريكا لخوا غېر سفارتي ژبه كارولې شوې ده۔

مزید خبریں