پیښور 13اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ ميجر شجاعت حسېن او سپاهي عمران خان په شهادت غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔په جاري شوي بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدو شوو لوړو درجو او د …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلې محمود خان په وزيرستان كښې د ځوانانو په شهادت غمرازي ښكاره كړه

مزید خبریں
پیښور 13اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سوئېلي وزيرستان په انګور اډه سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ ميجر شجاعت حسېن او سپاهي عمران خان په شهادت غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔په جاري شوي بيان كښې وزيراعلٰی د شهيدانو كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدو شوو لوړو درجو او د غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا كړې ۔وزيراعلٰی د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي په هېواد كښې د امن په خاطر امنيتي ځواكونو بې شمېره قربانۍ وركړي او ټول قام د امنيتي ځواكونو په قربانو وياړ لري۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام هر كس د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ دغسې وزيراعلٰی د باجوړ په ماموند تحصيل كښې په بمي چاودنه كښې د سكول استاذې په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔ده غم جنې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره د ارواښادې بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا كړې ۔










