اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړه غړيتوب سره به د پاكستان منطقې سره رابطې لا مستحكمې شي۔د جمعې پھ ورځ په يوه مركه كښې وياند ووئيل پاكستان د اېس سي او غړيتوب لپاره په 2010 كښې خواست كړې ؤ كوم چې تنظيم په 2015 كې منظور كړې ؤ۔ده وئيل د رامخې ته شوي پلېټ فارم په …
د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړه غړيتوب سره به د پاكستان منطقې سره رابطې لا مستحكمې شي
اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم بشپړه غړيتوب سره به د پاكستان منطقې سره رابطې لا مستحكمې شي۔د جمعې پھ ورځ په يوه مركه كښې وياند ووئيل پاكستان د اېس سي او غړيتوب لپاره په 2010 كښې خواست كړې ؤ كوم چې تنظيم په 2015 كې منظور كړې ؤ۔ده وئيل د رامخې ته شوي پلېټ فارم په حېثيت سره د شنګهائي مرستې تنظيم منطقې ته د نشه اي توكو او بشري قاچاق او امنيت چېلنجونو مخ نيوي لپاره به پاكستان ته ښې موقعې ترلاسه شي۔ده ووئيل د اېس سي او بشپړه غړيتوب سره به پاكستان ته د روس پشمول د مينځني آسيائي رياستونو سره اړيكې لا ښو كولو له موقعې ترلاسه شي












