ګلګت 22 جون (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند ضلع شګر څخه نوې منتخب د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړے عمران ندیم د مقابلې نه غير د ګلګت اسمبلۍ سپيكر منتخب شوے۔تفصیلاتو له مخې د ګل په ورځ د سپیکر چوكۍ لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو په مهال يواځې عمران ندیم خپل کاغذات جمع کړې،چې له المه ئې هغه د مقابلې نه غير سپیکر منتخب ګرځولې شوے۔د عمران …
عمران ندیم د مقابلې نه غير د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر منتخب شو
ګلګت 22 جون (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند ضلع شګر څخه نوې منتخب د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړے عمران ندیم د مقابلې نه غير د ګلګت اسمبلۍ سپيكر منتخب شوے۔تفصیلاتو له مخې د ګل په ورځ د سپیکر چوكۍ لپاره د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو په مهال يواځې عمران ندیم خپل کاغذات جمع کړې،چې له المه ئې هغه د مقابلې نه غير سپیکر منتخب ګرځولې شوے۔د عمران ندیم انتخاب نه پس د اسمبلۍ غړو او بيلو سياسي ګوندونو لارښودو هغه له مباركي وركړه او د هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔لارښودو هيله څرګنده كړه چې هغه به د ایوان کارروائی غیر جانبدارانه ، مؤثر او جمهوری روایات ترمخه چلولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔سیاسی مبصرینو له مخې عمران ندیم د سپیکر په حيث انتخاب د ګلګت بلتستان اسمبلۍ پارلیمانی او جمهوری عمل كښې يو مهم پیش رفت دے، كوم چې د ايوان چاري لا په ښه ډول چلولو كښې مرستياله ثابتدے شي۔










