اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) قامی اسمبلۍ د قومی غذائی تحفظ وتحقیق وزارت د 33.70 اربه روپو درې مطالبات زر منظوری وركړې ده، ایوان د اپوزیشن د اړخه کټوتۍ 112 تحریکونه مسترد کړې دي۔د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د کټوتۍ په تحریکونو بحث راغونډولو سره وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف زرعی څانګي ته پام لرنه كوي او دا باور لري …
قامی اسمبلۍ د قومی غذائی تحفظ وتحقیق وزارت 33.70اربه روپو درې مطالبات زر منظوری وركړه
اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) قامی اسمبلۍ د قومی غذائی تحفظ وتحقیق وزارت د 33.70 اربه روپو درې مطالبات زر منظوری وركړې ده، ایوان د اپوزیشن د اړخه کټوتۍ 112 تحریکونه مسترد کړې دي۔د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د کټوتۍ په تحریکونو بحث راغونډولو سره وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف زرعی څانګي ته پام لرنه كوي او دا باور لري چې زمونږ زرعی څانګه د هېواد معیشت لنډه موده كښې زياته ګټه وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل كركيله صوبائی سبجیکټ دے دغسې وفاق د فوډ سکیورټي په اړه خپلي ذه وارۍ ترسره كوي،په وفاقی كچه پاکستان زرعی تحقیقاتی کونسل او نورې ادارې جوړي دي دغسې صوبو كښې هم د زرعی تحقیق ادارے شته۔ زرعی څانګي درد مونږ محسوسوو او د هغې ازالے لپاره د كوټلو ګامونو پورته كولو سلسله روانه ده۔ده ووئيل چين او هند مثالونه وركړې كيږي دغسې پاکستان د موسمیاتی بدلونونو او سېلاب چیلنجونو باوجود محدود وسائل سره د زرعی څانګي لپاره چې كوم اقدامات کړې دي هغه مثالی دي۔ده ووئيل اوسني سيمه ايز بحران كښې پاکستان د فوډ سکیورټي په اړه تر ټولو محفوظ هېواد ؤ ٬ د بحران په مهال پاکستان د رسد او بيعو نګرانۍ د لارې بيعي نه دي زياتي كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د زرعی څانګي پرمختګ لپاره لوئ اقدامات شوي دغسې د دې څانګي میکنائزیشن ته پام لرنه كوو ، پنجاب كښې په 25 زره ټریکټرو 10 لکهه روپۍ سبسډي وركړې شوي دغسې 10 زره ټریکټري کروندګرو له ويړيا وركړې شوي، کسان کارډ سره 8 لکهه كروندګرو له د سود نه غير سري او تخمونو اخستلو له سهولت وركړې شوي،په دې سکیم كښې د ریکوری شرح 86 فیصده ده دغسې د هغې سود حکومت وركوي۔










