د بينظيرانكم سپورټ پروګرام د شهيدې بېنظير بهټو د وژن عكاسي ده۔وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري

  اسلام آباد 22 جون (اے پی پی)وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري وئېلي دي چې بينظيرانكم سپورټ پروګرام د شهيدې بېنظيربهټو د هغه وژن يو كوټلي عكاسي ده چې مقصد ئې د ټولنې كمزورو او مستحقو طبقو له سهارا او موقعې وركول ؤ۔دې د سپيځلتيا٬مالي شموليت او خذمت وركول ښه كولو لپاره روان اصلاحاتي اقدامات ستائېلو سره وئېلي دي چې د موثره سماجي تحفظ پروګرام مستحقو كورنيو معاونت …

 

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی)وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري وئېلي دي چې بينظيرانكم سپورټ پروګرام د شهيدې بېنظيربهټو د هغه وژن يو كوټلي عكاسي ده چې مقصد ئې د ټولنې كمزورو او مستحقو طبقو له سهارا او موقعې وركول ؤ۔دې د سپيځلتيا٬مالي شموليت او خذمت وركول ښه كولو لپاره روان اصلاحاتي اقدامات ستائېلو سره وئېلي دي چې د موثره سماجي تحفظ پروګرام مستحقو كورنيو معاونت او د ميرمنو معاشي او سماجي ژوند كښې زيات فعاله كردار ترسره كولو كښې مهم كردار لري۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د بنظيرانكم سپورټ پروګرام(بي يئي ايس پي)چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او بي آئي ايس پي سېكرټري عامر علي احمد لخوا وركړی شوې بريفنګ كښې ګډون وكړو چرته چې هغې ته د پروګرام پېشرفت٬روان اصلاحات او د ټول هېواد مستحق كورنيو د هغې د اثراتو  په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وړومبۍ ميرمن ته ووئيل شول چې مالي كال 2025-26 په مهال بي آئي ايس پي لپاره 716 اربه روپۍ بېلې شوي وې او مالي كال 27-2026 لپاره 844 اربه روپۍ بجټ تجويز كړې شوې۔هغه خبر كړی شوه چې د بينظير كفالت پروګرام له مخې دا مهال 1 كروړ 20 لكه د كورنيو له په درې مياشتنيز بنياد 14500 روپۍ نغده مرسته وركړې كيږي او جنوري 2027 څخه دا وظيفه زياتولو سره 18000 روپو ته رسولو منصوبه ده۔بريفنګ كښې ووئېل شوي دي چې بنظير تعليمي وظائف پروګرام له مخې 1 كروړ 24 لكه ماشومانو له تعليمي معاونت وركړې كيږي كوم لپاره چې لږ نه لږ 70 فيصده سكول حاضري شرط اېښودلې شوې۔په دې موقع قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه٬د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري٬قامي اسمبلۍ غړي مير غلام علي تالپور او د غربت خاتمې او سماجي تحفظ لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن هم موجود و