اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د ټيلي کام کمپنو ته د وګړو تر جائيدادونو رسنې بل جاج اخستونكې كمېټۍ ان كېمره سيشن د ګل په ورځ په پارلمان كښې شوې٬ د غونډې نه وروسته وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه سره ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل …
د وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې ان كېمره سېشن
اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د ټيلي کام کمپنو ته د وګړو تر جائيدادونو رسنې بل جاج اخستونكې كمېټۍ ان كېمره سيشن د ګل په ورځ په پارلمان كښې شوې٬ د غونډې نه وروسته وفاقي وزير قانون اعظم نذير تارړ د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه سره ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې په نجي جائيدادونو د قبضې يا په زبردستي د ټاورز لګولو اراده نه لرو ٬ باور دركوم چې بل څخه به د چا ذاتي ملكيت يا پرائيويسي نه متاثره كېږي۔ ده ووئيل اولسي اندېښې لرې كولو لپاره به په قانون كښې نور وضاحت شاملولې شي، د مالك د اجازې نه غېر به په نجي املاك ټاٶر نه لګي، اعتراضات د جمهوري عمل برخه دي، معاملې به ډېر زر هوارې شي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل چې د بل په يو څو شقونو اعتراضات دي٬ د مشاورت عمل جاري دے، ډيجيټل ترقۍ او کنيکټيويټي لپاره قانون سازي ضروري ده، آئي ټي، براډ بينډ او د اے آئي ترقۍ لپاره خنډان لرې كول لازمي دے











