پېښور 30 مارچ (اے پي پي) اليكشن كميشن آف پاكستان د خېبر پښتونخوا په 18 ضلعو كښې كيدونكو بلدياتي ټاكنو پولنګ كوريج له ميډيا لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے چې له مخې به ئې د اليكشن كميشن د اړخه جاري كارډ نه غير د ميډيا نمائندګانو ته پولنګ سټيشن ته د تللو اجازه نه وي۔د ميډيا نمائندګان به پولنګ عمل كښې خنډان نه جوړېږي او نه به څه مداخلت كوې …
د خېبر پښتونخوا په 18 ضلعو كښې كيدونكو ټاكنو ميډيا كورېج لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے شو

مزید خبریں
پېښور 30 مارچ (اے پي پي) اليكشن كميشن آف پاكستان د خېبر پښتونخوا په 18 ضلعو كښې كيدونكو بلدياتي ټاكنو پولنګ كوريج له ميډيا لپاره ضابطه اخلاق جاري كړے چې له مخې به ئې د اليكشن كميشن د اړخه جاري كارډ نه غير د ميډيا نمائندګانو ته پولنګ سټيشن ته د تللو اجازه نه وي۔د ميډيا نمائندګان به پولنګ عمل كښې خنډان نه جوړېږي او نه به څه مداخلت كوې او د ضرورت له مخې به خپل شناخت كوې۔ياد شوې كارډ لرونكے فوټوګرافر يا كيمره مين له به يو ځل د پولنګ او شميرې عمل د فوټيج اجازه وي خو د ووټ رازداري په ځائې ساتلو له به هغوې ته د ووټنګ سكرين كوريج اجازه نه وي۔ميډيا به د پولنګ عمل ختميدو تر يو ساعت پس ماښام تر 6 بجو نتيجې نه شي نشر كولې او نه به ابتدائي نتيجې د غير حتمي نتيجې په توګه د نشر كولو اجازه لري۔تر څو چې ريټرننګ افسرانو د اړخه د حتمي نتيجې اعلان نه وي شوے هغه نتيجې به غير حتمي ګڼلې شي










