د قومي اسمبلۍ سپيكر شمالي وزيرستان او مستونګ كښې د فتنة الخوارج خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په شمالي وزيرستان او مستونګ كښې د فتنة الخوارج خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې هغه ووئيل د خوارجي ترهګرو خلاف كاميابې كارروايۍ د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او مړانې څرګندونه كوي۔ هغه ووئيل په شمالي وزيرستان كښې 13 او مستونګ كښې 5 خارجيان وژل د ستاينې …

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په شمالي وزيرستان او مستونګ كښې د فتنة الخوارج خلاف په كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د شورو په ورځ په يو بيان كښې هغه ووئيل د خوارجي ترهګرو خلاف كاميابې كارروايۍ د امنيتي ځواكونو د پېشه ور مهارت او مړانې څرګندونه كوي۔ هغه ووئيل په شمالي وزيرستان كښې 13 او مستونګ كښې 5 خارجيان وژل د ستاينې وړ كار دے۔ سپيكر ووئيل قام په خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو وياړي۔ هغه ووئيل قام د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د خپلو امنيتي ځواكونو تر څنګ ولاړ دے۔ هېواد كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره د ترهګرۍ بشپره خاتمه اړينه ده۔ هغه زياته كړه چې د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به د فتنة الخوارج خلاف كارروانې روانې ساتلې شي۔

مزید خبریں