د ترهه ګرۍ خلاف د خیبر پښتونخوا د اولس قربانیو ته د قدر په سترګو ګورو ، د وزیراعظم  شهباز شریف  د  انجینئر امیر مقام  سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د کشمیر و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام ملاقات وكړو ، ملاقات كښې د  آزاد کشمیر ،ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا په چارو خبرې وشوې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میدیا ونګ نه جاري بیان تر مخه د  ملاقات  په مهال وزیراعظم شهباز شریف ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف د خیبر پښتونخوا د …

 

اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د کشمیر و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام ملاقات وكړو ، ملاقات كښې د  آزاد کشمیر ،ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا په چارو خبرې وشوې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میدیا ونګ نه جاري بیان تر مخه د  ملاقات  په مهال وزیراعظم شهباز شریف ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف د خیبر پښتونخوا د اولس قربانیو ته د قدر په سترګه ګورو ، خیبر پښتونخوا كښې د زياتېدونكې ترهه ګرۍ به په هر ډول مخ نيوي كول  وي،   مونږ غواړو  چې خیبر پښتونخوا كښې هم د هېواد نورو برخو غوندې ترقي راشي۔ وفاقي وزیر وزیراعظم ته  آزاد  کشمیر او  ګلګت بلتستان كښې په روانو چارو  او پیش رفت هم بریفنګ وركړو ۔وزیراعظم  د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان اولس خېر ښیګړې ، ترقۍ او د  بنیادي آسانيو   وركړه  باوري كولو له د مؤثر اقدامات روانه ساتلو سپارښتنې سره ووئېل د  آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان ترقي او هلته د اولس خوشحالۍ ته  حکومت  پام لرنه كوي ۔

مزید خبریں