عمران خان د اسلامي ليډر په توګه په ګرده نړۍ كښې د يو سرخېل درجه لري۔ د وزيراعليٰ محمود خان وفاقي وزير اعظم خان سواتي سره په مانسهره كښې جلسې ته وېنا

مانسهره 25 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمود خان وئيلي دي عمران خان د اسلامي ليډر په توګه په ګرده نړۍ كښې د يو سرخېل درجه لري، اسلام او د پاکستان ناموس لپاره ھغه په هر مېدان كښې لكه د غر ولاړ دے، عمران خان ټوله اسلامي نړۍ يو موټې كړې، عمران خان د پاکستان د بقا جنګ كوي۔ د جمعې په ورځ مانسهره كښې د تحريك …

مانسهره 25 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې محمود خان وئيلي دي عمران خان د اسلامي ليډر په توګه په ګرده نړۍ كښې د يو سرخېل درجه لري، اسلام او د پاکستان ناموس لپاره ھغه په هر مېدان كښې لكه د غر ولاړ دے، عمران خان ټوله اسلامي نړۍ يو موټې كړې، عمران خان د پاکستان د بقا جنګ كوي۔ د جمعې په ورځ مانسهره كښې د تحريك انصاف جلسې ته خپلې وېنا كښې محمود خان ووئيل د صوبې لوبغاړي د خرڅ نه دي٬ دوي عمران خان سره په كلكه ولاړ وو٬ دي او وي به٬ ده ووئېل په 27م مارچ به مونږ ټول پرېډ ګراٶنډ ته ځوو٬ دا قافله به نه ايسارېږي۔ ده ووئيل د بې باورۍ تحريك به په خپل مرګ مري۔ په دې موقع او د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي هم موجود ٶ

مزید خبریں