لاهور 17 فروري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د قانون نه غېر يو رياست نشي قائمېدے ٬ خپلواكه عدليه د هېواد د بقا او د قوي جمهوريت ضامن وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د لاهور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن په بلنه د هائي كورټ بار جاوېد اقبال اډيټوريم كښې وكيلانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده …
خپلواكه عدليه د هېواد د بقا او د قوي جمهوريت ضامن وي۔ بلاول بھټو زرداري
لاهور 17 فروري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د قانون نه غېر يو رياست نشي قائمېدے ٬ خپلواكه عدليه د هېواد د بقا او د قوي جمهوريت ضامن وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د لاهور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن په بلنه د هائي كورټ بار جاوېد اقبال اډيټوريم كښې وكيلانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پيپلز پارټي په هېواد كښې د تېرو 55 كالو راهسې د آئين او د قانون سرلوړۍ لپاره جنګ كوي، ون مين ون ووټ چغې سره د جهموريت اصل تصور قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو وړاندې كړے او هم ھغوي په اولس كښې سياسي بېداري راپېدا كړې۔ په دې موقع د پيپلز پارټۍ لارښود چوهدري اعتزاز احسن ،سردار لطيف کھوسه پشمول د پارټۍ نور مشران او د پيپلز لائرز فورم وكيلان٬ د هائي كورټ بار اېسوسي اېشن عهدېدار او نور وكيلان هم موجود وو









