پېښور 16 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر تېره ورځ د باچاخان مېډيكل كمپلېكس پېښور دوره كړې. ده په مېډيكل كمپلېكس كښې د نوي جوړېدونكې اېمرجنسې، برن اېنډ ټراما يونټ د كار جاج واخست. په دې موقع د سي اېنډ ډبليو انجينئر د تعميراتي كار په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته بريفنګ وركړو. د روغتون ډائرېكټر ډاكټر امجد محبوب اسد قېصر ته په نوې ودانې …
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د باچاخان مېډيكل كمپلېكس پېښور دوره وكړه
پېښور 16 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر تېره ورځ د باچاخان مېډيكل كمپلېكس پېښور دوره كړې. ده په مېډيكل كمپلېكس كښې د نوي جوړېدونكې اېمرجنسې، برن اېنډ ټراما يونټ د كار جاج واخست. په دې موقع د سي اېنډ ډبليو انجينئر د تعميراتي كار په اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته بريفنګ وركړو. د روغتون ډائرېكټر ډاكټر امجد محبوب اسد قېصر ته په نوې ودانې كښې د ځينې ضروري بدلونو ووئيل او سپيكر د اړوندو ادارو اهلكارو ته د ضروري بدلون كولو هدايت وكړو. د دورې په مهال د اعلٰی تعليم صوبائي وزير كامران بنګش او د صوابې ناظم عطاالله هم سپيكر سره ملګري وو









