د جرنلسټس ویلفیئر انډوومنټ فنډ رولز 2021 په منظورېدو د اعلی وزير محمود خان او صوبائي حكومت مننه كوؤ٬ د پېښور پرېس كلب صدر

پېښور۔16فروری(اے پی پی) پېښور پرېس كلب د جرنلسټس وېلفېئر انډوومنټ فنډ رولز 2021 په منظورېدو د اعلی وزير محمود خان او صوبائي حكومت مننه كړې ده۔ د شورؤ په ورځ په جاري شوي بيان كښې د پېښور پریس كلب صدر محمد ریاض وئيلي دي چې د ياد شوي انډوومنټ فنډ مالیت 6 کروړه 40 لكه روپۍ وو ٬ اعلی وزير محمود خان په 17 مارچ 2021ء د پېښور پرېس کلب …

پېښور۔16فروری(اے پی پی) پېښور پرېس كلب د جرنلسټس وېلفېئر انډوومنټ فنډ رولز 2021 په منظورېدو د اعلی وزير محمود خان او صوبائي حكومت مننه كړې ده۔ د شورؤ په ورځ په جاري شوي بيان كښې د پېښور پریس كلب صدر محمد ریاض وئيلي دي چې د ياد شوي انډوومنټ فنډ مالیت 6 کروړه 40 لكه روپۍ وو ٬ اعلی وزير محمود خان په 17 مارچ 2021ء د پېښور پرېس کلب د سوګند پورته كولو دستورې په مهال د صدر اېم رياض په خواست د فنډ په رقم كښې د 100 فيصده اضافې كولو منظوري وركړې وه۔ هغه ووئيل وړاندې به د انډوومنټ فنډ څخه د خبريالانو د ميډيكل بلز ادائيګي كېدله خو د غړو په خواست د انډوومنټ فنډ رولز كښې د بدلونونو منظورۍ نه وروستو به اوس د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيد شوي خبريال كورنۍ ته 10 لكه روپۍ ٬ په څه سبب معذور شوې خبريال ته 2 لكه روپۍ او د خبريال د بچو د ودونو په مد كښې 2 لكه روپۍ وركولې شي۔ دغسې كوم خبريال چې 60 كالو ته رسېدلې وي او هغه 30 كله صحافت كښې پاتې شوې وي هغه ته به زيات نه زيات تر 10000 روپو د مياشتې وظيفه وركولې شي۔ هغه ووئيل تر درې مياشتو بې روزګاره پاتې كېدو په صورت كښې به خبريال ته 10 زره روپۍ او د كوم خبريال يا د هغه د كورنۍ د كوم فرد د وفات په صورت كښې به د تدفين مصارف ادا كولو له 50 زره روپۍ وركولې شي۔ د پېښور پرېس كلب جنرل سېكرټري شهزادہ فهد د دې بدلونونو هركلي كولو سره د اعلی وزير جناب محمود خان مننه وكړه۔ هغه د خبريالانو خېر ښېګړه كښې په خوښي لرلو د اعلی وزير د اطلاعاتو خصوصي مرستيال بېرسټر۔محمد علی سېف، د اطلاعاتو سېكتر ارشد خان او ډائرېکټر جنرل انفارمېشن امداد اللہ خان سره سره د د زده كړو صوبائي وزير كامران خان بنګش هم مننه وكړه