کوئټه۔16فروری (اے پی پی) د پي ټي آئي (بلوچستان) جنرل سېکرټري ډاکټر منير بلوچ وئيلي دي چي بلوچستان لپاره د تاريخي منصوبو کرېډټ د قومي اسمبلي ډپټي سپيکر قاسم خان سوري ته ځي۔ د صحت کارډ، کراچۍ - کوئټه چمن روډ ، د اېف سي تنخواګانو کښې 15 فیصده زیاتوالی د قاسم خان سوري وژن دې، د وفاق لخوا د هغه په تجويزونو عمل درآمد خوشبينه دے۔ هغه په خپل …
بلوچستان لپاره د تاريخي منصوبو کرېډټ ډپټي سپيکر قاسم خان سوري ته ځي٬ ډاكټر منېر بلوچ
کوئټه۔16فروری (اے پی پی) د پي ټي آئي (بلوچستان) جنرل سېکرټري ډاکټر منير بلوچ وئيلي دي چي بلوچستان لپاره د تاريخي منصوبو کرېډټ د قومي اسمبلي ډپټي سپيکر قاسم خان سوري ته ځي۔ د صحت کارډ، کراچۍ – کوئټه چمن روډ ، د اېف سي تنخواګانو کښې 15 فیصده زیاتوالی د قاسم خان سوري وژن دې، د وفاق لخوا د هغه په تجويزونو عمل درآمد خوشبينه دے۔ هغه په خپل يو بيان كښې ووئيل د قاسم خان سوري د سياست محور د بلوچستان پرمختګ دے۔ د بلوچستان اولس لپاره د صحت كارډ اجراﺀ ٬ د چمن نه تر كراچۍ سړك پراخا كول ٬ د وزيراعظم عمران خان د پنجګور او نوشكي دوره ٬ د اېف سي په تنخواه كښې 15 فيصده اضافه د ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وړاندېزونه دي ٬ دې سره سره هغه نارتھ بلوچستان پېكېج لپاره منصوبه بندي هم كړې ده۔ هغه زياته كړه چې دې نه وړاندې سائوتھ بلوچستان پېکېج هم د هغه د هڅو برخه وه۔ هغه ووئيل قاسم سوری د تحریک انصاف اثاثه او وياړ دے۔









