په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا څانګې له مخې په مجموعي توګه په 166 پرمختيائي پروژو كار روان دے. سركاري دستاوېز

پېښور 13 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا څانګې له مخې په مجموعي توګه په 166 پرمختيائي پروژو كار روان دے كومو لپاره چې د روان مالي كال په بجټ كښې د 23 اربه روپو نه زيات فنډ بېل كړے شوے. د سركاري دستاوېز له مخې د روغتيا په څانګه كښې 48 پروژې د ترسره كېدو په پړاٶ كښې دي كومې به چې د روان مالي …

پېښور 13 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا څانګې له مخې په مجموعي توګه په 166 پرمختيائي پروژو كار روان دے كومو لپاره چې د روان مالي كال په بجټ كښې د 23 اربه روپو نه زيات فنډ بېل كړے شوے. د سركاري دستاوېز له مخې د روغتيا په څانګه كښې 48 پروژې د ترسره كېدو په پړاٶ كښې دي كومې به چې د روان مالي كال تر آخره ترسره شي. په دې پروژو كښې د بنو مېډيكل كالج، فاٶنټين هاٶس پېښور، كے اېم يو انسټي ټيوټ آف نرسنګ اېنډ مېډيكل ټېكنالوجي، د وېمن اېنډ چلډرن روغتون بنو بحالي، په تېراه باغ مېدان كښې د ټائټ ډي روغتون ، په ضم شويو ضلعو كښې د روغتيا د بنيادي مركزونو بحالې پشمول روغتونونه جوړول او د اپ ګرېډېشن په اړه پروژې شاملې دي.

مزید خبریں