پېښور 05 فروري (اے پي پي) پېښور كښې د كشمير يوالي ورځې په موقع د خېبر پښتونخور ګورنر شاه فرمان او وزيراعلی محمود خان په مشرۍ كښې لاريون وويستلې شو چے پكښې د صوبائي كابينې غړو نه علاوه سركاري چارواكو٬ سماجي شخصياتو او زده كوٶنكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د لاريون ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل پاکستان کشميري اولس سره د خپلواكۍ حق او …
پېښور كښې د كشمير يوالي ورځې په موقع د خېبر پښتونخور ګورنر شاه فرمان او وزيراعلی محمود خان په مشرۍ كښې لاريون

مزید خبریں
پېښور 05 فروري (اے پي پي) پېښور كښې د كشمير يوالي ورځې په موقع د خېبر پښتونخور ګورنر شاه فرمان او وزيراعلی محمود خان په مشرۍ كښې لاريون وويستلې شو چے پكښې د صوبائي كابينې غړو نه علاوه سركاري چارواكو٬ سماجي شخصياتو او زده كوٶنكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د لاريون ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل پاکستان کشميري اولس سره د خپلواكۍ حق او د آزادۍ په هلو ځلو كښې ولاړ دې٬ هند څخه آزادۍ لپاره به کشميري اولس سره يوالې او بشپړه ملاتړ جاري ساتلې شي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله يوازنئ نړيواله مسئله ده كومه چې په كال 1948 كښې د ملګرو ملتونو په نړيوال فورم پورته كړې شوې وه۔ پېړۍ تېرې شوې خو ملګرو ملتونو كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو د قراردادونو باوجود دا مسئله تر ننه حل نه كړې شوه ۔ ده ووئيل ان شا الله ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به د مقبوضه کشمير اولس د هندي تلسط او جبر او ظلم نه آزاد شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې چې په كوم ډول د کشمير مقدمه پورته كړې په تاريخ كښې مثال نه لري، مونږ به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورېر د كشميري اولس سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ جاري ساتو








