د حق خوداراديت تر ترلاسه كېدو به د پاكستان نر اولس د كشميريانو وروڼو ملاتړ روان ساتي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان

پېښور 04 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پشمول د پاكستان ټول نر اولس به د كشميريانو وروڼو تر هغه وخت ملاتړ روان ساتي تر څو چې بې ګناه كشميرے اولس د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل قراردادونو له مخې خپل حق خود اراديت ترلاسه نه كړي٬د كشمير مسئله يوازنې نړيواله مسئله ده كومه چې په كال 1948 كښې د ملګرو ملتونو په نړيوال …

پېښور 04 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پشمول د پاكستان ټول نر اولس به د كشميريانو وروڼو تر هغه وخت ملاتړ روان ساتي تر څو چې بې ګناه كشميرے اولس د ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل قراردادونو له مخې خپل حق خود اراديت ترلاسه نه كړي٬د كشمير مسئله يوازنې نړيواله مسئله ده كومه چې په كال 1948 كښې د ملګرو ملتونو په نړيوال فورم راوړلې شوې خو د 73 كلونو تېرېدو باوجود دا مسئله حل نه شوه۔د كشمير يو والي ورځې په اړه د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ووئيل هند د مقبوضه جمو كشمير وادي دا مهال د نړۍ په يو لويې پوځي زون او زندان بدله كړی كوم چې د هند د مكارې ٬ظالمانه او انتهاخوښۍ ښكاره ثبوت دے او د هند هم دغه د انتهاخوښۍ سوچ او نظريه نه يوازې منطقې ته بلكې د نړۍ امن لپاره تر ټولو لويه خطره ده