مظفرآباد۔4فروری(اے پی پی) د آزد جموں و كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي د 5 فرورۍ ورځ د پاكستان او كشميري اولس ترمينځه د ځانګړې خپلولي څرګندونه كوي كومه چې د څو لسيزو راهسې په بشپړه ډول لمانځلې شي٬ پاكستان او كشمير لازم او ملزوم دي ٬ د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د كشمير ورځې لمانځلو سره د كشمير د آزادۍ تحريك ته نوے روح وركړے شوے۔ …
5 فروري د پاكستان او كشميري اولس ترمينځه د ځانګړې خپلولۍ څرګندونه كوي ٬ بېرسټر سلطان محمود
مظفرآباد۔4فروری(اے پی پی) د آزد جموں و كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي د 5 فرورۍ ورځ د پاكستان او كشميري اولس ترمينځه د ځانګړې خپلولي څرګندونه كوي كومه چې د څو لسيزو راهسې په بشپړه ډول لمانځلې شي٬ پاكستان او كشمير لازم او ملزوم دي ٬ د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د كشمير ورځې لمانځلو سره د كشمير د آزادۍ تحريك ته نوے روح وركړے شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د كشمير ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ لخوا د بشري حقونو سختو خلاف ورزو غندنه كولو سره نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه كوم چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو بندلو سره د ملګرو ملتونو منظور كړي قراردادونه عملي كړي۔ هغه ووئيل زه دا خبره په ډاګه كول غواړم چې كشميري اولس لپاره به هغه حل د قبلولو وړ وي كوم چې د هغوي د خوښې او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې وي او هم دا به تلپاتې حل وي











