د پارليماني سېكترې بشریٰ رند په نوشكي او پنجګور كښې په اېف سي كېمپ د ترهګر بريد غندنه

کوئټه ۔3 فروری(اے پی پی) د اطلاعات ٬ سماجي خېر ښېګړې او غېر رسمي زده كړو پارليماني سېكترې بشریٰ رند په نوشكي او پنجګور كښې په اېف سي كمېپ د ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې محترمې بشریٰ رند د امنيتي ځواكونو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د دوئي په وخت كاروائۍ كولو سره د ترهګرو بريد ناكامه شوې۔ هغې ووئيل قانون نافذ كوؤنكې …

کوئټه ۔3 فروری(اے پی پی) د اطلاعات ٬ سماجي خېر ښېګړې او غېر رسمي زده كړو پارليماني سېكترې بشریٰ رند په نوشكي او پنجګور كښې په اېف سي كمېپ د ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې محترمې بشریٰ رند د امنيتي ځواكونو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د دوئي په وخت كاروائۍ كولو سره د ترهګرو بريد ناكامه شوې۔ هغې ووئيل قانون نافذ كوؤنكې ادارې غوره خذمات ترسره كولو سره د اولس د مال او ځان تحفظ باوري كوي۔ هغې په دې ترهګر بريد كښې د شهيد شويو اهلكارو بخښې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔