د فرورۍ پنځمه نيټه به د كشمير يوالي ورځې په توګه لمانځلې شي۔ پونچھ ډويژن كمشنر

باغ 02 فروري (اے پي پي) د پونچھ ډويژن کمشنر عنصر يعقوب وئيلي دي د فرورۍ پنځمه نيټه د كشمير يوالي ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي او مركزي دستوره به په کوهاله كښې كېږي٬ د آزاد کشمير او د پاکستان د څلورو واړو صوبو اعلې وزيران٬ د ټولو سياسي ګوندونو مشران، وکيلان، خبريالان ،علماﺀ کرام، زده كوٶنكي او د سول سوسائټۍ نمائندګان به په دستوره كښې ګډون كوي٬ …

باغ 02 فروري (اے پي پي) د پونچھ ډويژن کمشنر عنصر يعقوب وئيلي دي د فرورۍ پنځمه نيټه د كشمير يوالي ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي او مركزي دستوره به په کوهاله كښې كېږي٬ د آزاد کشمير او د پاکستان د څلورو واړو صوبو اعلې وزيران٬ د ټولو سياسي ګوندونو مشران، وکيلان، خبريالان ،علماﺀ کرام، زده كوٶنكي او د سول سوسائټۍ نمائندګان به په دستوره كښې ګډون كوي٬ په دې موقع به په 9:58 بجې سائرن غږولے شي او د يوې دقيقي خاموشي به اختيارولې شي۔ د پونچھ ډويژن کمشنر عنصر يعقوب دا خبرې په باغ ضلع كښې د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يوالي ورځ پحقله د غونډې په مهال كړې۔ په غونډه كښې سركاري چارواكو سره سره يو شمېر لوړ پورو ګډون كولو۔ د پونچھ کمشنر ووئيل د مركزي دستورې نه علاوه به په باغ ضلع كښې هم د يوالي څرګندونې لپاره دستوره كېږي او په دې موقع به كډوالو له راشن هم وركولې شي