په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن 98 فيصده هدف ترلاسه كړے شوے. بېرسټر محمد علي سېف

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د اطلاعاتو او اولسي اړيكو خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن 98 فيصده هدف ترلاسه كړے شوے كوم چې خوشبينه دے او د پوليو فري پاكستان په لړ كښې به مهم ثابت شي. په خپل يو بيان كښې خاص مرستيال ووئيل چې د پوليو مخ نيوي كمپائن په دوهم پړاٶ كښې د صوبې په 19 ضلعو كښې ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅكي وركولې شي او په دې لړ كښې نن په پېښور او خېبر كښې كېچ اپ كمپائن روان دے. هغه ماشومانو ته به څاڅكي وركولې شي كوم چې په څه وجه پاتې شوي دي.