د بلوچستان ګورنر د كېچ ترهګرۍ بريد وغندلو

کوئټه 28 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا تېره شپه په كېچ سيمه كښې په امنيتي اهلكارو ترسره شوې بريد په سختو ټكو غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره د يوالي او خواخوږۍ څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل په ټولنه كښې د وېرې او دهشت خپرولو ټولو حربو او چالونو به په هر صورت خاتمه كولې شي۔ ده په قانون …

کوئټه 28 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا تېره شپه په كېچ سيمه كښې په امنيتي اهلكارو ترسره شوې بريد په سختو ټكو غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره د يوالي او خواخوږۍ څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل په ټولنه كښې د وېرې او دهشت خپرولو ټولو حربو او چالونو به په هر صورت خاتمه كولې شي۔ ده په قانون نافذ كوٶنكو ادارو زور راوړو چې په پېښه كښې ككړ عناصر دې زر تر زره نيولو سره انصاف سره مخ كړې شي ۔ ګورنر په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه