جامعة تعليم القرآن رستم كښې د ختم بخاري او سندونو وېش دستوره د جنورۍ په 30 مه نېټه كېږي

پېښور۔ 28جنوری (اے پی پی) جامعة تعليم القرآن رستم كښې د ختم بخاري او سندونو وېشن دستوره د جنورۍ په 30 مه نېټه كېږي ، شېخ ابو عمر عبد العزیز نورستانی به خصوصي خطاب كوي۔ د جامعې د اطلاعاتو سېكتر ابو انيس عتيق الرحمن خاكسار لمخې د خدائے بخښلي شېخ عبد السلام رستمی مرکز جامعه تعلیم القرآن رستم ترسېوري لاندې د ختم بخاري او د سندونو وېش دستوره به د …

پېښور۔ 28جنوری (اے پی پی) جامعة تعليم القرآن رستم كښې د ختم بخاري او سندونو وېشن دستوره د جنورۍ په 30 مه نېټه كېږي ، شېخ ابو عمر عبد العزیز نورستانی به خصوصي خطاب كوي۔ د جامعې د اطلاعاتو سېكتر ابو انيس عتيق الرحمن خاكسار لمخې د خدائے بخښلي شېخ عبد السلام رستمی مرکز جامعه تعلیم القرآن رستم ترسېوري لاندې د ختم بخاري او د سندونو وېش دستوره به د جنورۍ په 30 مه نېټه سهار 9 بجې كېږي په كومه كښې به چې د صحیح بخاری د آخري حديث په اړه درس ابو عائش شېخ سيد عبد البصير المدني وركوي او د خېبر پختونخوا د علماﺀ اهل حديث شورۍ امير ابو عمر شېخ عبد العزيز نور ستاني به خصوصي خطاب كوي۔ دستورې ته خطاب كوؤنكو نورو علماﺀ كرامو كښې شېخ عنایت الرحمان، شېخ ډاکټر ضیاء الرحمان، شېخ عبد اللہ سلفی، شېخ سید الابرار، شیخ عبید اللہ مدنی او شیخ احسان اللہ صابر شامل دے۔ ابو انيس عتيق الرحمن خاكسار د رستم تحصيل اولس ته خواست كړې چې په دې مبارك مجلس كښې ګډون كولو سره د دواړو جهانونو خېر ترلاسه كړي۔