په مظفرآباد كښې د هند تش د نامې د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلو لپاره احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وشول

مظفرآباد 26 جنوري (اے پي پي) په مظفرآباد كښې د هند تش د نامې د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلو لپاره احتجاجي مظاهرې او لاريونونه شوي ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې په مظفرآباد كښې د هند جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لماڼځلو لپاره د پاسبان حريت چيئرمېن عزيز احمد عزالي په مشرۍ كښې يو لويې احتجاجي لاريون وشو چې پكښې په لويه شمېره سياسي٬سماجي …

مظفرآباد 26 جنوري (اے پي پي) په مظفرآباد كښې د هند تش د نامې د جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلو لپاره احتجاجي مظاهرې او لاريونونه شوي ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې په مظفرآباد كښې د هند جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه لماڼځلو لپاره د پاسبان حريت چيئرمېن عزيز احمد عزالي په مشرۍ كښې يو لويې احتجاجي لاريون وشو چې پكښې په لويه شمېره سياسي٬سماجي او مذهبي مشرانو او اولس ګډون وكړو۔د لاريون ګډون كوونكو تور بېرغونه هسك كړي وو او په مټو يې تورې پټۍ تړلې وې٬دوي بېنرې او پلے كارډونه هم پورته كړي وو چې پرې د هند تش د نامې د جمهوريت په ضد نعرې ليكلې شوې وې۔ دغسې مظاهرچيانو د هند په ضد٬د آزادۍ او د شهيدانو په حق كښې نعرې ووهلې