په دبئي اېكسپو كښې اېس ټي اېنډ آئي ټي او د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن ټېكنالوجي بورډ ډلې سائنسي پرمختګ لپاره د اربونو ډالرو د څلورو بېلا بېلو كمپنو سره د تفاهم يادښتونه لاسليك كړل

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ، انفارمېشن ټېكنالوجې او خوراك صوبائي وزير عاطف خان په مشرې كښې د اېس ټي اېنډ آئي ټي او د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن ټېكنالوجې بورډ ډله په دبئي انټرنېشنل اېكسپو 2020م كښې ګډون كولو لپاره موجود ده. دا ډله په دبئي اېكسپو 2020م كښې د بېلا بېلو هېوادونو سرمايه كارو سره ملاقاتونه كوي او دوي ته په خېبر پښتونخوا كښې …

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ، انفارمېشن ټېكنالوجې او خوراك صوبائي وزير عاطف خان په مشرې كښې د اېس ټي اېنډ آئي ټي او د خېبر پښتونخوا د انفارمېشن ټېكنالوجې بورډ ډله په دبئي انټرنېشنل اېكسپو 2020م كښې ګډون كولو لپاره موجود ده. دا ډله په دبئي اېكسپو 2020م كښې د بېلا بېلو هېوادونو سرمايه كارو سره ملاقاتونه كوي او دوي ته په خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارې د اسانيو او موقعو په اړه بريفنګ وركوي. دغسې عاطف خان په مشرې كښې په صوبه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجې څانګې لا مستحكمولو ، په آئي ټي كښې مهارت ترلاسه كولو او د جديد دور تقاضو له مخې سائنسي پرمختګ لپاره د اربونو ډالرو د څلور بېلا بېلو كمپنو سره د تفاهم يادښتونه لاسليك كړي