ميرپور 25 جنوري (اے پي پي) کشميري اولس د هند جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ كړے٬ د جمو و کشمير نېشنل فرنټ (جے کے اېن اېف) وئيلي دي د کشميريانو بنيادي حقونه سلب كونكے فاشسټ هېواد هند د جمهوريه ورځې لمانځلو هېڅ جواز نه لري۔ سرينګر څخه په جاري بيان كښې د جے كے اېف اېف وياند شفيق الرحمان په جمو و کشمير د هند …
د کشميريانو بنيادي حقونه سلب كونكے فاشسټ هند د جمهوريه ورځ لمانځلو هېڅ جواز نه لري۔ جمو کشمير نېشنل فرنټ
ميرپور 25 جنوري (اے پي پي) کشميري اولس د هند جمهوريه ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ كړے٬ د جمو و کشمير نېشنل فرنټ (جے کے اېن اېف) وئيلي دي د کشميريانو بنيادي حقونه سلب كونكے فاشسټ هېواد هند د جمهوريه ورځې لمانځلو هېڅ جواز نه لري۔ سرينګر څخه په جاري بيان كښې د جے كے اېف اېف وياند شفيق الرحمان په جمو و کشمير د هند د غېر قانوني او جبري قبضې غندنه كولو سره ووئيل د تېرو څو لسيزو راهسې د هند قابض پوځ د بنيادي سياسي او جمهوري حقونو د پښو لاندې كولو كښې ككړ دے۔ ده ووئيل د كشمير اولس وئيلي دي د جمو و كشمير اولس د خپل سياسي قسمت پرېكړه كولو لپاره خپلواكه٬ سپېځلې او د غېر جانبداره استصواب رائے لپاره لوظي دے خو د دې برعكس د هند واكمنو د كشميريانو حقونه د طاقت د لارې د پښو لاندې كولو لپاره د تشدد لاره خپله كړې ۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورلۍ دا فرض دے چې ھغوي د هند لخوا په كشمير د غېر قانوني قبضې نوټس واخلي، كومه چې په منطقه كښې د ناامنۍ لوي سبب دے۔ د جنورۍ په 26مه نيټه د اے پي اېچ سي د هرټال او د خپل ګوند لخوا د ملاتړ كولو سره وياند كشميريانو ته غږ كړے چې د هند په جمهوريه ورځ هړتال وكړي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام وركړے شي جې كشميريانو ته د هند غېر قانوني قبضه قبوله نه ده










