پېښور 04 جنوری(اے پی پی)د پاك افغان دوستۍ بس سروس بحال كولو لپاره د امنيت چارو او د ضابطه اخلاق ترتيب لپاره د پېښور ډويژن كمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د پاك افغان دوستۍ بس سروس بېرته فعالولو لپاره به د معياري بس كمپنۍ خذمات ترلاسه كولې شي٬په دې لړ كښې به د جنورۍ په 14مه نېټه ټينډر جاري كولې …
د پاك افغان دوستۍ بس سروس بحال كولو لپاره اقدامات

مزید خبریں
پېښور 04 جنوری(اے پی پی)د پاك افغان دوستۍ بس سروس بحال كولو لپاره د امنيت چارو او د ضابطه اخلاق ترتيب لپاره د پېښور ډويژن كمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د پاك افغان دوستۍ بس سروس بېرته فعالولو لپاره به د معياري بس كمپنۍ خذمات ترلاسه كولې شي٬په دې لړ كښې به د جنورۍ په 14مه نېټه ټينډر جاري كولې شي۔د پاك افغان دوستۍ بس سروس د لارې به د پاكستاني حكومت تر سيوري لاندې په څلوېښت بسونو كښې مسافر د پیښور نه جلال آباد او د افغان حكومت تر سيوري لاندې به د نورو څلوېښت بسونو د لارې هره ورځ مسافر د جلال آباد نه پیښور ته راوړلې شي۔د بسونو او مسافرو حفاظت لپاره د پیښور او خېبرضلعې ضلعي انتظاميې او پوليس انتظاميې ته د حفاظتي پلان ترتيب كولو احكامات جاري كړی شوي دي۔مسافرو ته به په اډا كښې د اميګرېشن چارواكو د لارې د دستاويزاتو كتلو او نورې آسانې وركولې شي۔









