کوئټه۔2جنوری (اے پی پی)د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر او د پاكستان تحريك انصاف بلوچستان صدر قاسم خان سوري د انصاف يوتھ ونګ كوئټه ريجن پخواني صدر سعيد الله كاكړ د ورندار په مړينه غمجنې كورنۍ سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ هغه دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په دې موقعه د پاكستان تحريك انصاف بلوچستان لارښود داؤد خان پانیزئی، باری بړېچ، ملک هارون کاکړ او نور هم ډپټي سپيكر سره وو۔