
پېښور۔1جنوری(اے پی پی) د هندي ياتريانو یوه ډله د مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره ټیري کرک ته ورسیده۔ د تفصیلاتو له مخې د کرک د بانډه داد شاه تحصیل په ټېري سیمه کښې د هندو مذهبي لارښود شري پرم هنس جي مهاراج د سمادھي او ټېري مندر بحالۍ كار بشپړ كېدو نه وروستو د ګاونډي هېواد هندو ټولنې زيارت كوؤنكو ټېري ته د راتللو په لړ كښې د حكومت په شمول د هندو كونسل پاكستان لخوا غېر معمولي انتظامات شوي۔ د كال 2022 په اولنۍ ورځ په ټېري مندر كښې د مذهبي مراسمو ترسره كولو له د خالي په ورځ سهار د دبۍ نه د هندو ټولنې په 15 مېرمنو او كوچنيانو مشتمله يوه قافله پېښور ائيرپورټ ته راروسېده۔ چرته څخه چې هغه په سركاري تحويل كښې ټېري مندر ته ورسولې شوه۔ دغلته د وړاندې نه د پاكستان د سندھ صوبې او نورو سيمو سره تعلق لرونكې د هندو ټولنې كسان موجود وو۔ ټېري ته په رارسېدو د ځائي ودانۍ لخوا د مېلمنو راتللو لپاره د وړاندې نه شوي انتظامات وليدلې شؤ او د ځائي ودانۍ حجرې په مهمان خانو كښې بدلې شوې۔ بل اړخ ته د هندو كميونټۍ كوچنيان هم محلو كښې په لوبو وليدلې شول او بازارونو نه ئې څيزونه واخستل۔ په دې موقعه د هندو ټولنې د ليګل افيئر انچارج روهیت کمار اېډووکېټ په شمول نورو ياتريانو د پاكستاني حكومت لخوا د ټېري په شمول د هندوانو د نورو مذهبي ځايونو حفاظت لپاره اقدامات او د دې سېلګرو له د پرانستلو انتظامات وستائل۔ د هغوي وېنا وه چې په پاكستان كښې د بشپړه مذهبي آزادۍ سره سره مذهبي سېلګرۍ ته ودې سره به ټولې نړۍ ته مثبت پېغام لاړ شي۔ هغوي ووئيل چې پاكستان دا په زړه پورې اقدام ګاونډي هېوادونو او په خاص توګه هندي حكومت لپاره هم يو مثبت پېغام دې او هند له هم پكار دي چې هغه هم خپل هېواد كښی مسلمانانو ته د هغوي مذهبي ځايونو ته رسېدو سره سره د مذهبونو او انسانيت ترمينځه فاصلې ختمې كړي۔ هند څخه د 200 سړو او مېرمنو ياتريانو قافله د واھګه پولې د لارې سهار نزدې 11 بجې پاكستان ته راورسېده او د لاهور هوائي اډې نه د الوتكې د لارې پېښور ته راورسېده چرته څخه چې دا قافله ټېري ته روانه شوه۔