د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمود خان د څلورو امنيتي اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پېښور ۔31دسمبر(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خان په شمالي وزيرستان کښې د ترهګرو سره په نښته کښې د څلورو امنيتي سرتېرو په شهادت خواشيني ښودلې ده۔ له دې ځايه څخه په يو خپور شوي بيان كښې وزيراعلی د شهيدانو له کورنيو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وزيراعلی ووئيل ټول اولس د دوئي قربانيو ته د قدر په نظر ګوري