د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د 121 پراجېكټ د 3449 ملازمينو مستقل كولو قانون منظور كړو

پېښور 31 دسمبر (اے پي پي): د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د قبائلي ضلعو د 121 پراجېكټ 3449 ملازمينو مستقل كولو قانون په يوه خله منظور كړې دې۔ په دې لړ كښې اړوند وزير په پخوانۍ قبائيلي سيمو كښې د ملازمانو د سروسز مستقل كولو بل 2021 ايوان ته وړاندې كړو۔ د بل لمخې د 121 پراجېكټ ملازمينو په سمدستي توګه مستقل كړې شي۔ د مستقلۍ د دې عمل نه بهر تقريبا د 32 پراجيکټس ملازمينو پحقله د كمېټۍ حتمي پرېكړې لپاره اسټيبلشمنټ څانګې ته په 60 ورځو كښې د رپورټ وړاندې كولو احكامات جاري كړې شوې دي۔ د دې نه وروستو ايوان د اپر سوات ډويلپمنټ اتهارټۍ 2021 بل هم په منتقه توګه منظوركړو