باجوړ ۔28 دسمبر(اے پی پی) د اے اېن پي صوبائي پلاوي د باوجوړ تحصيل ماموند په كمر سر سيمه كښې په ځانمرګې بريد كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ په پلاوي كښې د كلتور صوبائي سېكتر ډاكټر خادم حسېن ٬ صوبائي ډپټي سېكټري جنرل رحمت علي خان او تېمور باز خان شامل وو۔ پلاوي بېلو كلو كښې ژوبلو شويو كسانو سره هم ملاقات وكړو او هغوي سره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔ په دې موقعه نثار باز ٬مولانا خانزېب ٬ شاه نصير خان ٬ نور خان دراني ٬ ضياﺀ الاسلام ٬ حكمت الله خان ٬ حاجي خان محمد ٬ ډاكټر غلام حبيب ٬ الیاس خان ، سبحان اللہ خان ، نصر اللہ خان او د اے اېن پي ماموند ګڼ شمېر كارمندان موجود وو۔ دا خبره دې ياده وي چې د بلدياتي ټاكنو په ورځ د اے اېن پي وېلج كونسل ملنګي چيئرمېن الياس خان د ټاكنو كمپائن په مهال په شوي ځان مرګي بريد كښې محمد رحمان او لياقت خان شهيد او معشوق ٬ يونس ٬ عمېر ٬ سعد خان ٬ ولي رحمان او زېد خان سخت ژوبل شوي وو