د پاکستان نېوي تر سېوري لاندې د پاك مېرين په ګوادر كښې ورومبې پاسنګ آٶټ پرېډ

کوئټه 28 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان نېوي تر سېوري لاندې د پاك مېرين په ګوادر كښې وړومبې پاسنګ آٶټ پرېډ د نهې په ورځ د پاك بحريه په پي اېن اېس اكرم كښې شوې۔ په دستوره كښې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا خاص مېلمه ٶ۔ په پاسنګ آؤټ پريډ كښې د بلوچستان پشمول د ګرد هېواد 397 ځوانانو د اته مياشتو تربيه ترسره كولو نه پس په پاك مېرين كښې په باقاعده توګه شموليت اختيار كړې۔ په دې موقع خاص مېلمه د بلوچستان ګورنر سيد ظېور آغا د پاك مېرېن د پاسنګ آٶټ پرېډ معاېنه وكړه او سلامي ئې واخسته۔ په دې موقع د پاك بحريه لوړ پوري هم موجود وو