
لاهور 28 دسمبر (اے پي پي) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي چې افغانستان كښې معاشي بې ثباتي به د ترهګرو په ګټه او نړۍ لپاره به خطر ثابت شي۔ چوهدري محمد سرور دا خبرې د شورو په ورځ د يونيورسټي آف سنټرل پنجاب دوه ورځني كانووكېشن دستورې ته د وېنا نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل امريكا دې د افغانستان كنګل كړې شوې اثاثې بحال او د دوي غېر مشروط مرسته وكړي۔ده ووئيل افغانستان كښې د معاشي عدم استحكام له امله به خلق د لوږې مړه شي۔ ده ووئيل نن هم پاکستان په افغانستان كښې امن لپاره په فرنټ لائن كار كوي او افغان اولس ته بنيادي سهولتونه وركولو لپاره خپل مهم كردار لوبوي۔ ګورنر چوهدري محمد سرور ووئيل په افغانستان كښې امن سره به نه يوازې منطقې او پاكستان ته بللكې ګردې نړۍ ته ګټه ورسي