د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد خان سرهد شاهين شاه آفريدي ملاقات

ګلګت 27دسمبر(اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد خان سره د پاكستان كركټ ډلې فاسټ باولر شاهين شاه آفريدي ملاقات كړے۔جي بي هاؤس كښې په شوي ملاقات كښې د شاهين آفريدي مشر ورور او نور ملګري هم شامل وو۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی په دې موقع ووئيل د ګلګت بلتستان اولس د كركټ ټول خوښونكي په خپله منطقه كښې د كركټ لوبې كتلو لپاره ليوله دي او په دې لړ كښې زمونږ د حكومت هڅه ده چې ډېر زر به په ګلګت بلتستان كښې انټرنېشنل كركټ ګراؤنډ جوړ شي ۔په دې موقع شاهين آفريدي د ګلګت بلتستان د ښكلا ستائنه وكړه او وې وئېل كه ماته په ګلګت بلتستان كښې د لوبې كولو موقع ترلاسه شو نو دا به زما خوش قسمتي وي۔۔