ملتان 27 دسمبر(اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزيړ سيد فخر امام وئيلي دي چې په پاكستان كښې سږ كال د څلورو فصلونو ريكارډ پېداوار شوے، د يوريا سرې كوم كمې نشته، د ذخيره كوونكو په ضد به كارروائي كوو. ده دا خبرې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې سږ كال د شرح نمو د څلورو نه تر پنځه فيصده د پاتې كېدو توقع ده كومه چې 3.9 فيصد وه. ده ووئيل چې تېر كال د كركيلې په پېداوار كښې اضافه 2.7 فيصد وه چې د زياتولو هڅې ئې روانې دي. ده ووئيل چې په پاكستان كښې سږ كال د څلورو فصلونو ريكارډ پېداوار شوے، د يوريا سرې كوم كمې نشته، د ذخيره كوونكو په ضد به كارروائي كوو